کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د خوارځواکۍ شمېرو د ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، دغه بنسټ د روان کال تر پایه پر خوارځواکۍ د اخته ۱،۱ میلیون ماشومانو درملنې ته ژمن دی.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر د تغذیې برخې مسوولې میلاني ګالوین نن (یکشنبه) په یوه ټویټ کې د افغانستان په ځینو برخو په ځانګړې توګه کابل کې د خوارځواکۍ شمېرو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.
هغې لیکلي، په تېره مېلادي میاشت کې په افغانستان کې د نږدې ۳۶ زره پر خوارځواکي د اخته ماشومانو درملنه شوې او یونیسف ژمن دی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه پر دې ناروغۍ د اخته یو نیم میلیون نورو ماشومانو درملنه هم وکړي.
هغې زیاته کړې، یونیسف اټکل کوي چې ښایي د روان مېلادي کال تر پایه ۳.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په دغه هېواد کې د زرګونو ماشومانو د حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.
یاد بنسټ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که په دې اړه سملاسي اقدام ونه شي، ښایي په هېواد کې پر خوارځواکۍ یو میلیون اخته ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاوېد هژیر روان کال ویلي وو چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره یې، د روغتیايي خدمتونو عرضه کولو کچې لوړولو او لا ډېرو مرستو جلبولو په څېر ځینو برخو کې چمتوالی نیولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دغه مرستې د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف له لوري ترسره کېږي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن