Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر وایي د پاکستان برید کې ۴۰ تنه وژل شوي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر وایي، پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جېټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه برید په کلکه غندل شوی او دا یې د افغانستان د ملي واکمنۍ نقض کول، د نړیوالو اصولو او موازینو، د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د ښه ګاونډیتوب د اعلامیې ضد عمل بللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان پر ختیځو ولایتونو راکټي بریدونه هم کړي چې له امله یې سلګونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

‍په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر وایي چې تر هر نامه لاندې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د نه منلو نه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان له تېرو شلو کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی، له پاکستانه غواړي چې ژر تر ژره دا ډول بریدونه ودروي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

د یادونې ده، په ملګرو ملتونو کې د مخکني حکومت د استازي دفتر فعال دی او د اوسني حکومت استازي ته چې سهیل شاهین دی، ملګرو ملتونو رسمیت نه دی ورکړی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.