کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د افغانستان دفاع وزارت، د هېواد پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي، افغانان د هیڅ «یرغلګر» پر وړاندې بې ځوابه نه دي پاتې او له خپلې خاورې، خلکو او وطنه دفاع کوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان جېټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبارد کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي، دغه بریدونه غندلي او دا یې یو غېرانساني او ظالمانه کړنه بللې ده.
هغه زیاته کړې: ((په واقعیت کې د نړیوالو قوانینو، ډیپلوماتیکو اصولو او ګاونډیتوب حق ښکاره تر پښو لاندې کول دي. موږ تل پر خپلو ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو غږ کړی چې ستونزې له اصولي او ډیپلوماتیکو لارو هوارې شي او هېڅ هېواد دې افغانان نه ازمویي او نه دې مجبوروي چې په متقابل عمل لاس پورې کړي.))
د هغه په وینا، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته کړې چې د هیڅ «یرغلګر او نیواکګر» پر وړاندې بې ځوابه نه دي پاتې؛ تل له خپلې خاورې، خلکو او هېواده دفاع کوي او د خپلې خاورې په تړاو بې تفاوته نه دي.
Views: 149
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن