کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې هغه مېرمن نيولې چې د خپلې بنې لور یې وژلې وه.
دغه راز دوه تنه نور د موټرو د پلېټونو په غلاوو کې نیول شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نن(د وري په ۲۸مه) د کابل ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې هغه مېرمن نیولې چې د خپلې بنې لور یې وژلې وه.
هغه زياتوي: ((دا پېښه تېره پنجشنبه، د وري په ۲۵مه د کابل ښار واصل سیمې په یوه کور کې شوې وه؛ پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې وه چې په ترڅ کې یې دې ښځې د خپلې بنې لور په خښته ویشتلې وه چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.))
د نوموړي په وينا، نيول شوې مېرمنې په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د يوه بل خبر له مخې، ځدراڼ وايي، تېره ورځ د کابل ښار د ۸مې امنيتي حوزې مربوطاتو کې دوه کسان د موټرو د پلېټونو په غلاوو کې نیول شوي دي.
هغه زياتوي، له غلو سره د موټرو یو شمېر پلېټونه هم نیول شوي دي.
د ده په خبره، دغو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له موټرو پلېټونه غلا کول.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن