Language

لغمان کې د بادرنګو حاصل د تېر کال په پرتله ۲۰سلنه زیات شوی

مهترلام (پژواک، ۲۹وری ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږکال په دغه ولايت کې د بادرنګو حاصل ۳۹ زره ۷۴۴ ټنو ته رسېدلی او د تېر کال په پرتله شل سلنه زيات شوی دی.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنيزو چارو امر انجینر بریالي همدرد پژواک ته وویل چې تېر کال په دغه ولايت کې له۹۲۰ زره هکتاره ځمکې څخه ۳۳زره ۱۲۰ ټنه بادرنګ حاصل ترلاسه شوي وو.

دی وايي، سږ کال تر اوسه په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصل ۳۹۷۴۴ ټنو ته رسېدلی دی.

نوموړي د بادرنګو په حاصلاتو کې د زياتوالي لامل د کرنې رياست له خوا بزګرانو ته د اصلاح شوي تخم ورکړه او د هغوی د تجربو زياتېدل وباله.

د لغمان مرکز اړوند د غونډۍ کلي اوسېدونکي رفیع الله پژواک ته وويل چې سږ کال د ده د بادرنګو حاصل د تېر کال په پرتله ډېر شوی.

رفیع الله زياته کړه چې د لغمان بادرنګ کابل او ننګرهار ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

د عمرزیو د کلي اوسېدونکي ګلاجان هم پژواک ته وويل چې د بادرنګو حاصل يې د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات شوی.

ده وویل چې د کرنې رياست له خوا له دوی سره مرسته نه ده شوې او د حاصلاتو زياتوالی يوازې د بزګرو د خپلو زحمتونو نتیجه ده.

هغه وویل: «د کرنې رياست له لوري له بزګرانو سره مرسته نه ده شوې، د بادرنګو حاصل د اصلاح شوي تخم او زموږ د زحمتونو له برکته زیات شوی.»