ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چارواکي: د ولایتي روغتون ودانۍ مو معياري نه ده

د کونړ چارواکي: د ولایتي روغتون ودانۍ مو معياري نه ده

author avatar
18 Apr 2022 - 15:34
د کونړ چارواکي: د ولایتي روغتون ودانۍ مو معياري نه ده
author avatar
18 Apr 2022 - 15:34

اسعداباد(پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د کونړ د ولايتي روغتون مسوولين وايي، د دغه روغتون ودانۍ معياري نه ده او کافي طبي پرسونل هم نه لري.

د کونړ مرکز اسعداباد ولایتي روغتون رييس ډاکټر عطاءالله ساپي پژواک خبري آژانس ته وويل چې د ياد روغتون اوسنۍ ودانۍ د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې او ډېره زړه ده.

ده زياته کړه: «ياد روغتون ته نه یوازې له کونړ، بلکې له مرکزي او ختیځ نورستانه هم د درملنې لپاره ناروغان راځي.»

هغه وويل، دغه روغتون د ۱۵۰ ناروغانو د بستر وړتيا لري؛ خو اوس د مجبوريت له مخې پکې ۲۵۰ ناروغان بسترېږي.

ساپي وویل: «زموږ د روغتون ودانۍ لسګونه کلونه پخوا جوړه شوې او زړه ده. د تېر حکومت پرمهال پکې یو څه د رغونې چارې ترسره شوې، خو د ناروغانو شمېر ته په پام سره کافي نه ده.»

نوموړي دغه راز وويل چې کابو شپږ کاله وړاندې په اسعداباد کې د ۳۴۷ میلیون افغانيو په ارزښت د ۲۰۰بستريز روغتيايي کمپلېکس د جوړېدو کار پيل شو؛ خو بشپړ شوی نه دی.

عام خلک هم وايي چې د اسعداباد روغتون ودانۍ کوچنۍ ده او د ناروغانو د پيوازانو لپاره هېڅ ځای نه لري.

د دغه ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي برکت الله پژواک ته وويل چې د اسعداباد په ولایتي روغتون کې د ناروغانو د پېوازانو لپاره انتظار خونه نشته او د خلکو ستونزو ته پام نه کېږي.

نوموړي وويل: «دوه ورځې کېږي چې ناروغ مې په ولایتي روغتون کې بستر دی، زموږ لپاره د انتظار مناسب ځای نشته او ټوله شپه مې د سړک پرغاړه تېره کړې.»

د اسعداباد يو بل اوسېدونکی قیام الدین بیا وایي چې حکومت باید په دغه ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس نیمګړې چارې ژر بشپړې کړي.

هغه وایي، د اسعداباد ولایتي روغتون کې د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله روغتیا پالان نه شي کولای په سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړي.

په ورته مهال د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص بیا وایي چې د روغتیایي کمپلېکس د ودانیو ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي .

د هغه په خبره د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره یې د کمپلېکس د نیمګړو چارو بشپړولو په اړه خبرې کړې دي او پر وینا یي چې تمه شته ژر به یې د رغونې پاتې چارې هم بشپړې شي .

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.