ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د افغانستان له خاورې د پاکستاني نظامیانو په نښه کولو ادعا، بې بنسټه ده

مجاهد: د افغانستان له خاورې د پاکستاني نظامیانو په نښه کولو ادعا، بې بنسټه ده

author avatar
18 Apr 2022 - 13:18
مجاهد: د افغانستان له خاورې د پاکستاني نظامیانو په نښه کولو ادعا، بې بنسټه ده
author avatar
18 Apr 2022 - 13:18

کابل(پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونه د افغانستان له خاورې په نښه شوي دي؛ خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي او وایي چې په دې تړاو هیڅ سند نشته.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو د تېرې جمعي په شپه (د وري ۲۶مه) په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د دغې مرګ ژوبلې ډېره په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خوست او کونړ ولایتونو د یادو ځمکنیو او هوایي بریدو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونه د افغانستان له خاورې په نښه شوي او په دې اړه د افغانستان له حکومت سره څو ځلې اړیکو نیولو سره سره بیا هم بریدونه کېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان د افغانستان ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري او له افغان حکومت سره د همکارۍ غوښتنه کوي.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه دغه ادعا ردوم، دا ادعا واقعیت نه لري او په دې اړه هیڅ کوم سند نشته، څوک چې په شهادت رسېدلي ماشومان او ښځې دي؛ تاسو په وېډیوګانو کې ولیدل، څنګه امکان لري چې هغوی لاړ شي او جګړه وکړي.»

مجاهد ویلي، دا یوه داسې موضوع ده چې باید په اړه یې خبرې شوې وای، له افغان لوري سره شریکه شوې وای او وضاحت ورکړل شوی وای؛ نه دا چې برید ترسره شي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.