کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د پولیسو د یو افسر قسیم قایم ورور ادعا کړې چې قایم په خړ رنګه حکومتي موټرو کې له بیول کېدو وروسته وژل شوی، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، دا قضیه تر جدي پلټنې لاندې ده او پایلې به یې رسنیزې شي.
راپورونه ښيي چې د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د افسرانو عمومي مدیر ډګروال قسيم قایم په هېواد کې له بدلون وروسته خپلې دندې ته وروغوښتل شو او په نوي حکومت کې یې اووه میاشتې دنده ترسره کړه، خو تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ نادرکه او پرون یې مړی وموندل شو.
د قايم ورور مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې ورور یې (قسیم قایم) په داسې حال کې په څو خړ رنګه حکومتي موټرو کې بیول شوی و چې له دندې خپل کور ته پر لاره و.
هغه زیاتوي: «موږ چې هر څومره ولټاوه پیدا مو نه شو کړای، پرون دوه بجې یې له خپلې شمېرې زنګ راغی چې راشئ د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون څخه یې جنازه ترلاسه کړئ.»
خو د کورنيو چارو وزارت د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي: «د کورنیو چارو وزارت د اړوند یوه افسر قاسم قایم د مړینې پېښه د کورنيو چارو وزارت تر جدي پلټنې لاندې ده او پايلې به يې له رسنيو سره شريکې شي.»
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن