کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وایي، څو لسیزې جګړې، وچکالي او ناسم اقتصادي حالت په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د بې ساري بشري ناورین لاملونه دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق(یونیسف) د نړیوالو اړیکو مسوولې پالومه سکودرو چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی، تېره ورځ یې په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د دې شاهده ده چې څو لسیزې جګړې، و چکالي او پراخېدونکی ناسم اقتصادي حالت څنګه د ماشومانو لپاره د بې ساري بشري ناورین پر لاملونو بدل شوي دي.
نوموړې زیاته کړې: «د پکتیا په روغتون کې مې لسګونې میندې ولیدلې چې ټولو یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د بېړنیو مرستو په لټه کې وې.»
د هغې په خبره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(یونیسف) له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د بېلګې په توګه یې ویلي چې په ټول افغانستان کې ۲۲۱۵ روغتیایي مرکزونه چې د ۱.۴ میلیونو ماشومانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، د یونیسف تر حمایت لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) مخکې له دې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ډېرېدو په تړاو د اندېښنې ترڅنګ ویلي، دغه بنسټ پر یادې ناروغۍ د ۱.۱ میلیونو اخته ماشومانو درملنې ته د روان کال تر پایه ژمن دی.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن