مهترلام (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د لغمان چارواکي وایي چې د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د والي ویاند صلاح الدین زاهد پژواک ته وویل، دغه سړک چې ۱۲ کیلومتره دی، د اندروړ او ګړوچ کلیو ترمنځ جوړېږي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د ياد سړک په جوړېدو کې به سلګونو کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمينه برابره شي او کارګرو ته به د کار په بدل کې غنم ورکول کېږي.
زاهد وايي چې په دغه کار کې به عادي کارګر ته د ورځې ۱۰ کیلوګرامه، سرګاريګر ته ۱۲ کیلو او سرټېم ته ۱۵ کيلو غنم ورکول کېږي.
د ده په وينا، د ياد فرعي سړک د رغونې چارې به شاوخوا ۴۵ ورځې وخت ونيسي.
نوموړی وایي چې په نږدې راتلونکي کې به د لغمان په نورو ولسواليو کې هم ورته پروژې عملي کړي.
د سيمې خلک د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او وايي، د ياد سړک په جوړېدو سره به د دوی ډېرې ستونزې حل شي.
د يادې سيمې قومي مشر ملک حاجي محمد سالم وويل چې دوی د سړک نه شتون له امله له زياتو ستونزو سره مخ وو او اوس يې د جوړېدو له اقدامه هرکلی کوي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د دوی په سيمه کې دې نورې ورته پروژې هم عملي کړي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن