Language

دفاع وزارت: په کونړ کې مو سلګونه میله وسلې او پوځي تجهيزات راټول کړي

اسعداباد(پژواک۳۰وری۱۴۰۱): کونړ ته د ملي دفاع وزارت تللی پلاوی وايي، په دغه ولایت کې يې د څلورو مياشتو په اوږدو کې له خلکو ۱۳۲ عرادې نظامي موټرونه او ۳۳۸ میله کلاشینکوفونه راټول کړي دي.

دغه ولایت ته د ملي دفاع وزارت د استول شوي پلاوي مشر مولوي سعیدالله پژواک ته وويل چې دغه نظامي موټرونه او تجهيزات په ناړۍ، غازي اباد او اسمار ولسواليو کې د خلکو له خوا دوی ته سپارل شوي.

ده زياته کړه، په يادو تجهيزاتو کې ۸۳ عرادې رېنجر، ۴۳ عرادې هاموي، شپږ عرادې لوی انټرنېشنل موټرونه او دغه راز ۳۳۸ میله کلاشینکوفونه شامل دي.

نوموړي وویل: «دا وسلې او نظامي تجهیزات د ملي دفاع وزارت اړوند دي چې د نظام د بدلون پرمهال د عامو خلکو او د اسلامي امارت د ځینو کارکوونکو له لوري وړل شوي وو او اوس يې په خپله خوښه بېرته تسلیم کړل.»

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې وسلې او نور پوځي وسایط دې په خپله خوښه حکومت ته وسپاري.

په ورته مهال د کونړ ځیني اوسېدونکي د هغو کسانو دا کړنه ستايي چې وسلې او پوځي تجهيزات يې په خپله خوښه حکومت ته وسپارل.

د کونړ اسمار ولسوالۍ حضار کوټ سیمې اوسېدونکي حضرت علي پژواک ته وویل، حکومت دې د هغو خلکو کورونه وپلټي چې د تېر نظام د سقوط پرمهال یې له نظامي ځایونو وسلې او نور مهمات له ځانه سره وړي او پټ کړي دي.

هغه وویل: «د بیت المال غلا کول جرم دی او خلکو ته په کار دي چې پرته له کوم جبره په خپله خوښه له نظامي قرارګاوو پټ کړي توکي حکومت ته وسپاري.»

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ شاه مسیر کلي اوسېدونکي او قومي مشر عبدالغني وويل چې له نامسوولو کسانو څخه د وسلو راټولول به د امنیت په ښه کېدو کې رول ولري.