کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): ځينې افغان سیاستوال، د کابل نننۍ چاودنې غندي، جنایت یې بولي او دا ډول بریدونه د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار بولي.
نن د کابل ښار د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د لېسې او ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته درې چاودنې وشوې.
د کابل امنيه قوماندانۍ وویل، لومړني معلومات ښیي چې په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. خو وروسته د عامې روغتیا وزارت وویل چې له دغو چاودنو د کابل روغتونونو ته پنځه مړي او شل ټپیان وروړل شوي. د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنو له وژل شویو او ټپیانو ډېر زده کوونکي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چادونې غندلي او وايي: «دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو له لوری شوی، دا له پوهې او تعليم سره ښکاره دښمني ده.»
هغه وایي چې د هېواد د سولې او ثبات دښمنان ځکه دا ډول بریدونه کوي چې د افغانستان له لوستي نسل څخه ویره لري.
د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه چاودنې غندلي دي.
هغه وایي:«ننني تروریستي بریدونه چې ډېر قربانیان یې زده کوونکي دي، په سختو ټکو غندم، او دغه زړه بوږنوونکې وژنې هېواد کې د سولې او ترقۍ د دښمنانو کار بولم.»
د مشرانو جرګې پخواني مشر فضلهادي مسلميار وايي، په ښوونځیو او زده کوونکو بریدونه «لوی وحشت، جبر او ظلم دی» او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
هغه وايي: «زده کوونکي په علم او رڼا پسې راوتلي تنکي ګلان دي، د نړۍ په هېڅ ځای، هېڅ دین او مذهب کې پر داسې تنکیو ګلانو حتا د ګوزار حق څوک نه لري، پاتې لا داسې وحشیانه بریدونه.»
د ملي ثبات ټولنې مشر ضياالحق امرخېل وايي: «په دشت برچي کې چادونې او بیا د تنکیو ماشومانو په وینو لمبیدل، د هر انسان او خصوصاً د هر افغان درد دی. که د هر مذهب او قام یو، واحد وجود یو، تعلیم رڼا ده، بزدله دښمن زموږ له رڼا وېرېږي؛ خو هېڅکله به دا څراغونه ګل نه شي.»
د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
Views: 119
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن