پارون (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): په نورستان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ په خپلمنځي نښته کې ۳ کسان وژل شوي او په یوه ترافیکي پېښه کې بیا ۵ تنه ټپیان شوي دي.
نښته تېره ورځ د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په بر وایګل سیمه کې شوې ده.
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوې شخصي دښمنۍ له امله د دوو کورنیو غړو پر یوه او بل ډزې کړي چې په پایله کې یې ۳ کسان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې دوه کسان د یوې او یو کس د بلې کورنۍ غړي دي.
دی وايي، له نښتې وروسته امنیتي منسوبین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
د ده په خبره، ډېر ژر به پر ښکېلو غاړو قانون پلی شي.
د یوه بل خبر له مخې د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې ترافیکي پېښې ۵ کسان ژوبل کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي او عیني شاهدان وايي، پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د ارچنو پُل تر څنګ د سیند پر غاړه رامنځ ته شوې ده.
هغه زیاتوي، په دې سیمه کې یو رنجر موټر د ګړندي تګ له امله سیند ته لوېدلی چې پکې سپاره ۵ امنیتي منسوبین سخت ټپیان شوي دي.
خو په خپله د نورستان چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
Views: 869
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن