شبرغان (پژواک،۳۱وری ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت امنیه قومانداني، د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د یوې زېرمې د کشف او ترلاسه کېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ له ترورېزم سره د مبارزې مدیر سمونمل محمد دین دوست پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نن سهار په ځانګړو عملیاتو کې د خانقاه ولسوالۍ «اوګم ترکمنیه» کلي کې د مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
هغه وایي، د وسلو او مهماتو له دې زیرمې څخه ۴۴ فیره هاوان مرمۍ، ۱۴ فیره اسپيژني مرمۍ، ۲۷ تختې زغرې او یوه اندازه نظامي تجهیزات لاسته راغلي دي.
نوموړي په ډاګه کړه چې یاده زېرمه اوګم ترکمنیه کلي ته څېرمه په یوه کنډواله کې وه چې د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ کشف او ترلاسه شوه.
د سرچینې په خبره، تر اوسه د یادې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي؛ خو د کشفي ځواکونو له خوا د هغو کسانو د پېژندنې هڅې روانې دي چې دغه مهمات یې پټ کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP