Language

د مالیې وزارت: د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاش اجرا کېږي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱) : د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وایي چې د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاشونه اجرا کوي.

د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه تراوسه نه ده تصویب شوې؛ له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې د مالي چارو او عامه لګښتونو اداري قانون د ۴۱مې مادې پر بنسټ عمل وکړي.

سرچینې زیاته کړې، په یاده ماده کې راغلي دي: “که چېرې بودجه د ځینو عواملو له کبله د مالي کال له پیل څخه د مخه تصویب نه شي، د نوې بودجې تر تصویب پورې د یوې میاشتې لپاره بودجوي واک صادرېږي.”

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې اساس د مالیې وزارت رهبرۍ د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درناوي، د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاش اجرا کوي.

تر دې وړاندې د مالیې وزارت اعلان کړی و چې د ۱۴۰۱ مالي کال، د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د همدې کال د کب میاشتې په ۲۹مه پای ته رسېږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.