[restrict paid="true"]
ګردېز (پژواک، ٣١ ورى ١٤٠١): د پکتيا حکومتي مسوولين وايي، د ښار له بېلابېلو سيمو څخه يې لسګونه نشه یان راټول کړي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د دوی په خبره په مرکز ګردېز او نورو لارو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په مخنيوي کې جدي هڅې کړې چې له امله يې ددې توکو په کارولو کې کموالی راغلی دی.
د پکتيا امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي بلال کريم پژواک ته وويل: «مونږ په ګردېز ښار کې هغه ساحې تصفيه کړې په کومو کې چې د نشه يي توکو کاروونکي راټولېدل؛ په پايله کې لسګونه داسې کسان مو په نښه کړل چې په نشه یې توکو معتاد وو.»
نوموړی وايي، دغه کسان چې شمېر يې ۲۵۰ ته رسېږي، د بېلابېلو نشه يي توکو پر کارولو روږدي دي.
دی وايي چې دغه کسان يې اوس د معتادينو په ځانګړي روغتون کې تر درمنلې لاندې نيولي او په مسلکي ډول يې درملنه کېږي.
بلال کريم وايي، په ګردېز ښار کې يې هغه دوکانونه او کسان چې نشه يي توکي يې پلورل، د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيولي او د تل لپاره يې ددې توکو د خرڅلاو مخه نيولې ده.
دده په خبره د نشه يي توکو پر وړاندې د دوی مبارزه دايمي ده او هغه کسان چې په نشو روږدي دي، هغوی به په نښه کوي او د درملنې لپاره به يې ځانګړي روغتون ته لېږي.
دده په خبره په دې برخه کې د نشه یانو د کورنيو مرسته ډېره اړينه ده چې خپل معتاد امنيتي ځواکونو ته وسپاري؛ څو د درملنې لپاره يې روغتون ته ولېږي.
له بلې خوا د نشه يي توکو کاروونکي په دې خوښ دي چې دوی ځانګړي ځای ته راوړل شوي او درملنه يي کېږي.
د دوى له ډلې عبدالنصير پژواک ته وويل: «مونږ ډېر خوښ يو چې د درملنې لپاره يې ځانګړي ځای ته راوړي يو؛ په دې ځای کې زمونږ ښه پالنه کېږي او ورځ تربلې مو په وضعيت کې ښه والی راځي.»
نوموړی وايي، ډېر کسان داسې دي چې د بې روزګارۍ او غريبۍ له امله يې نشه يي توکو ته مخه کړې، دولت بايد کوښښ وکړي، چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
د پکتيا چارواکي وايي، په دغه ولايت کې کوکنار یا نور نشيي بوټي نه کرل کېږي؛ خو له نورو ولايتونو په قاچاقي ډول نشه يي توکي راوړل کېږي او خلک پرې معتاد کېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP