هرات ښار (پژواک، ٣١ وری ١٤٠١): د هرات ولایت اوسېدونکي د افغانیو بانکنوټونو له زړښته شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي څو دا ستونزه هواره کړي.
د هرات د مرکز اوسېدونکي جان علي پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وویل، د افغانیو د ۱۰ تر ۱۰۰ ټول بانکنوټونه زاړه شوي او په ورځنۍ راکړه ورکړه کې یې صرافان ترې نه اخلي.
هغه وویل: «د افغانیو لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون په بشپړ ډول له کاره لوېدلي؛ هيڅوک یې نه اخلي او تل د یوه شي پېرلو پر مهال له ستونزو سره مخ یو.»
د هرات بل اوسېدونکي عطاءالله د جان علي د خبرو په تایید سره پژواک ته وویل، په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د موټر کرایې ورکولو، د توکو پېرلو او نورو معاملاتو پر مهال ډېر کم کسان به وي چې د صرفانو، کسبګرو او دوکاندارانو له لوري د بانکنوټونو له ردولو سره مخ نه شي.
د هرات اوسېدونکي د افغانیو بانکنوټونو له زړښته شکایت کوي او له مسوولو چارواکو غواړي څو په دې اړه اقدام وکړي او دغه ستونزه هواره کړي.
په ورته مهال، د هرات پوهنتون استاد پوهنیار هادي خرد ورز توانا، له پژواک سره په خبرو کې د هېواد په بازارونو کې د افغانیو بانکنوټونو د خراب وضعیت پر تایید سربېره وویل، د هېواد ملي پیسو ته باید د ملي هویت ارزښت ورکړل شي.
هغه وایي، که افغانۍ د نړۍ له نورو پیسو سره پرتله شي، لیدل کېږي چې د نورو هېوادونو په پرتله د افغانۍ بانکنوټونه ډېر زاړه دي چې د پیسو له کاره لوېدل تر ډېره په استفاده کوونکو او د ساتلو په څرنګوالي پورې اړه لري.
خرد ورز زیاته کړه، د یادې ستونزې د حل یوه لار، د الکترونیکي سیسټم رامنځته کول او له کارت څخه استفاده ده، څو پیسې په فزیکي ډول کمې وکارول شي او له زړېدو یې مخنیوی وشي.
دغه راز د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني د دغه ولایت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د بانکنوټو په ساتنه او د هغه له کاره لوېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
حقاني څرګنده کړه، افغانۍ پیسې چې زموږ ملي هویت یادیږي، په بازارونو کې خرابې استعمالېږي.
د یادونې ده، په افغانستان کې د باثبات او سم پولي سیاست نه شتون له امله خلک په خپلو ورځنیو معاملو کې له دې ډول ستونزو سره مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP