Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا او ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د کابل چاودنې وغندلې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱) : ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د کابل وروستۍ چاودنې وغندلې چې په ترڅ کې یې د ښوونځي ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن د کابل ښار د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د لېسې او ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته درې چاودنې وشوې.

د کابل امنيه قوماندانۍ وویل، لومړني معلومات ښیي چې په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. خو نورو سرچینو ویلي چې په دې چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او تر شلو پورې ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې مرستیال رامز الاکبروف په یوې اعلامیې کې ویلي: «په افغانستان کې د ټولې بشري ټولنې په استازیتوب، د وژل شویو او زیانمنو شویو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. په ښوونځیو او ښوونځیو ته ورڅېرمه سیمو کې خشونت هېڅ د منلو نه دی. د افغانستان د خلکو لپاره چې څلوېښت کلنې جګړې ځپلي‌ دي، ښوونځي او هغه ځایونه چې ماشومان په کې تعلیم او وده کوي،‌ باید مصئون ځایونه وي.»

د ملګرو ملتونو په اعلاميې کې ویل شوي چې د نړیوال بشري قانون پر اساس پر ملکي خلکو او ملکي تاسیساتو بریدونه په کلکه منع دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د دغه برید د کلکې غندنې تر څنګ «په ښوونځیو او ماشومانو باندې د برید د جرم د عاملینو» محاکمه غوښتې ده. یوناما په خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم  په یوه خبرپاڼه کې یادې چاودنې غندلې دي.

هغه په ټویټر کې لیکلي، زده کوونکي باید د خپل امنیت په اړه اندېښنه ونه لري او امنیت یې باید خوندي وي.

بل خوا د بشري حقونو د څار بنسټ، د ماشومانو د ژغورنې بنسټ او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د اعلامیو په خپرولو سره له اسلامي امارت نه غوښتي چې د دغه راز پېښو مخه ونیسي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي: «د کابل نننۍ چاودنې غندو او د دغو چاودونو د مرګ ژوبلې په تړاو ویل کېږي چې ډېری قربانیان یې ماشومان او زده کوونکي دي چې دا ‌ډېره اندېښمنوونکې ده.»

د کابل په لوېدیځ کې له درېیو پرله پسې چاودنو وروسته د دې پېښې قربانان او ټپیان د علي محمد جناح، جمهوریت او ایمرجنسي روغتونونه ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی محسن داوړ چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو یو مبارز بلل کېږي؛ هم دا برید غندلی او ویلي دي چې نړۍ نشي کولای افغانستان هېر کړي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت‌ چې ډېری قربانیان یې هزاره توکمي افغانان دي، کومې ډلې یا شخص نه دی منلی.

تر دې مخکې هم په هزاره افغانانو یو لړ خونړي بریدونه شوي وو چې مسولیت یې د داعش-خراسان ډلې اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده، سرپرست حکومت وایي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.