ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړیوال سازمان پکتیکا کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

د خوړو نړیوال سازمان پکتیکا کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

author avatar
21 Apr 2022 - 12:52
د خوړو نړیوال سازمان پکتیکا کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
author avatar
21 Apr 2022 - 12:52

ښرنه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د خوړو نړیوال سازمان له خوا د پکتیکا د لسو ولسوالیو پر ۱۳زره او ۴۰۰ اړو کورنیو  خوراکي توکي ووېشل شول.

دا مرسته د RHDO موسسې په تخنیکي مرسته او د کرنې ریاست په همکارۍ ووېشل شوه.

د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس خان محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د دغه ولایت د وازې‌خوا، خوشامند، ډيله، وړممۍ، ګومل، نعمت اباد، سروبي، برمل، زيړوک او نکې ولسواليو په ۱۳۴۰۰ اړو کورنیو ووېشل شوه.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه غوړي او ۸ کیلوګرامه دال شامل دی.

د نعمت اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت الله چې مرسته یې تر لاسه کړې، پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې حال کې سخت غربت ته مخامخ دی، د لومړي ځل لپاره یې مرسته ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، له یوې خوا په کور دننه کار او روزګار نشته او له بلې خوا د بندیزونو له امله نورو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې نه شي تللای.

نوموړی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې نورې مرستې هم وشي.

په ورته توګه د نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم چې مرستې یې تر لاسه کړي، له غربته شکایت کوي او د دا ډول مرستو دوام غواړي.

د یادونې ده، نن په پکتیکا کې د خبریال بنسټ له خوا هم له ۳۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.