[restrict paid="true"]
غزني (پژواک، غوِيي ۲ مه ۱۴۰۱): د غزني ولایت له ۱۴۰ بې سرپرسته او اړو کورنیو سره د برېښنا، خیاطۍ، روب او اچار جوړولو د وسایلو او د هګیو د چرګو مرسته وشوه.
دغه وسایل د (Arep-Cpsdo) موسسې په مرسته چمتو شوي وو، ترڅو د دغو بې سرپرسته کورنیو غړي له دې لارې ځانونو ته نفقه برابره کړي.
د غزني د کډوالو چارو رییس مولوي محمدعمر عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې ۱۴۰ بې سرپرستته کورنۍ کاري وسایل ترلاسه کوي او غړي یې د دې جوګه کېږي چې ځانونو ته نفقه وګټي.
هغه له دغو کورنیو وغوښتل چې د مرسته شویو کاري وسایلو له پلورلو دې ډډه وکړي او د خپل روزګار جوړولو لپاره ترې کار واخلي.
نوموړي وویل هڅه کوې، مرستندویه ادارې وهڅوي چې له نورو بېوزلو کورنیو سره ورته مرستې وکړي، څو هغوی کار وکړي او له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودرېږي.
په غزني کې د (Arep-Cpsdo) ادارې استازي انجنیر اظهارالحق کامران پژواک ته وویل، څو موده مخکې یې د غزني ښار په ګډون په قره باغ، ګیرو، خواجه عمري او خوګیاڼو ولسوالیو کې سروې کړې وه او ۱۴۰ داسې اړې کورنۍ یې په نښه کړې چې سرپرستان نه لري.
هغه زیاته کړه، له دغو کورنیو سره یې نه یوازې د برېښنا، خیاطۍ، روب او اچار جوړولو د وسایلو مرسته وکړه، بلکې هغوی ته یې د دغو وسایلو د کارولو زده کړه هم ورکړه.
دی وايي، اوس د دغو کورنیو غړي کولای شي، کار وکړي او له دې لارې هومره عاید پیدا کړي چې خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.
ده یادونه وکړه چې په راتلونکې کې به له نورو اړو او بې سرپرسته کورنیو سره ورته نورې مرستې هم وکړي.
د غزني ښار اوسیدونکې بي بي رحیمه د هغو لسګونو مېرمنو له ډلې ده چې خاوند یې څو کاله مخکې جګړې ترې اخیستی او د کورنۍ سرپرستي دې ته ور له غاړې ده.
هغې پژواک اژانس ته وویل، د پنځه کلن ماشوم مور ده او له همدې امله سوال کولو ته اړه شوې وه، خو له نیکه مرغه یادې موسسې ورسره د ګنډلو د ماشین مرسته وکړه چې اوس به په خپل کور کې جامې جوړوي او په وسیله به یې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
د یادونې ده چې یادې شوې موسسې له دې مخکې هم په دغه ولایت کې له بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP