Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پکتيا کې د دوه ميليون ډالرو په لګښت تفریحي پارک جوړېږي

ګرديز (پژواک، ٣ غويى ١٤٠١): د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند په تېرې کنډو سيمه کې د يوه ستر او عصري تفریحي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه پارک د ملي سوداګری حاجي ميرزا کټوازي په پانګونه او د ولايتي ادارې تر څارنې لاندې جوړېږي چې دوه ميليونه ډالر لګښت به پرې راشي.

د پکتيا والي محمدعلي جان محمدي وويل: «نن په پکتيا کې د دوه میليونه ډالرو په ارزښت د یوه عصري پارک د جوړولو چارې پيلوو چې د ملي تجار ميرزا کټوازي په پانګونه جوړوي چې چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې شي.»

نوموړي وويل چې په مرکز ګردېز کې له دې وړاندې دوه کوچني پارکونه موجود و؛ خو د خلکو اړتياوې يې نه پوره کولې.

محمدي زیاته کړه چې اوس مهال په هېواد کې تر بل هر وخت امنيت ښه دی؛ د پکتيا او نورو ولايتونو پانګوال کولای شي په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ګردېز ښاروال شريف الهام پژواک ته وويل: «دغه پارک په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې په دې کې به يو هوټل، يو منار، ميلمستون، د لوبو او تفريح وسايل او نور اړين ځايونه شامل وي.»

نوموړي وويل چې دغه پارک د ګردېز اړوند د تيرې کوتل په سر کې موقيعت لري چې هم د دغې سیمې اب او هوا ښه ده او هم لوګر او کابل ته نږدې ده چې د دواړو ولایتونو اوسېدونکي په اسانه ورته راتللای شي.

الهام زیاته کړه، د دغه پارک د جوړولو څارنه دوی پر غاړه لري او کوښښ کوي چې په ښه کيفيت يې جوړ کړي.

د ياد پارک جوړوونکي ميرزا کټوازي پژواک ته وویل: «اوس مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده؛ نو مونږ وغوښتل چې په ګردېز کې د يوه لوی او عصري پارک د جوړولو چارې پيل کړو.»

نوموړي وويل چې په پکتيا کې يې له خلکو او چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی مشوره ورکړې چې دلته بايد يو عصري پارک جوړ شي.

کټوازي له نورو پانګوالو نه هم غوښتنه وکړه چې په خپلو سيمو او نورو ولايتونو کې دې پانګونه وکړي؛ څو خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

د يادونې ده، دا مهال په پکتيا کې د طبيعي ښکلاوو لرونکې ځینې سيمې شته چې خلک د تفريح په موخه ورځي؛ خو د تفريح او ساعت تېرۍ مناسب امکانات او وسایل پکې برابر نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.