ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو بیې د تېرې شنبې په پرتله نن نږدې ۸سلنه لوړې شوې دي

د تېلو بیې د تېرې شنبې په پرتله نن نږدې ۸سلنه لوړې شوې دي

author avatar
23 Apr 2022 - 14:25
د تېلو بیې د تېرې شنبې په پرتله نن نږدې ۸سلنه لوړې شوې دي
author avatar
23 Apr 2022 - 14:25

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د تېلو او مالیزیایي غوړیو بیې لوړې شوې؛ خو د اوړو او عربي سرو زرو بیې رالوېدلې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۶ نه ۷۰ افغانیو او د یو لېټر ډیزلو بیه له ۷۲ نه ۷۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۶ څخه ۶۴ افغانیو ته کمه شوې ده.

د غوړیو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن هم لکه تېره شنبه، په عمده ډول د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو بیه له دې امله له ۲۷۰۰ نه ۲۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې چې په مالیزیا کې هم په بیه کې یې زیاتوالی راغلی دی.

خو هغه وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه د وارداتو د زياتوالي او د تقاضا د کمښت امله له ۲۴۵۰ نه ۲۳۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ ليټره مالیزیايي غوړي په ۲۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بیه رالوېدلې.

د کابل ښار په لېسه مریم بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له ۴۴۵۰  نه ۴۴۰۰ افغانیو ته لوېدلې؛ خو یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر لکه تېره اوونۍ په ۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د ویلو ده، د وري میاشتې په ۲۷مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰  افغانۍ بدلېدې.

Views: 544

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.