Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد د عبدالرووف د ژغورنې عملیاتو کې د یو شمېر تښتوونکو وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي

مجاهد د عبدالرووف د ژغورنې عملیاتو کې د یو شمېر تښتوونکو وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي

author avatar
24 Apr 2022 - 09:45
مجاهد د عبدالرووف د ژغورنې عملیاتو کې د یو شمېر تښتوونکو وژل کېدو او نیول کېدو خبر ورکوي
author avatar
24 Apr 2022 - 09:45

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): افغان چارواکي وايي، د بلخ په مرکز مزارشریف کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې په شل ورځنیو عملياتو کې يو شمېر تښتوونکي وژل شوي او ځيني نیول شوي دي.

یوولس کلن عبدالرووف نږدې دوه کاله مخکې د ۱۳۹۹ کال د لړم په لسمه د بلخ له مرکز مزارشریف ښار څخه ناپېژاندو کسانو وتښتاوه؛ دغه ماشوم هغه مهال نهه کلن و.

عبدالرووف د تښتوونکو له بنده راخوشی شو او پرون چارواکو په بلخ کې خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د اسلامي امارت ویاند وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورلو لپاره له څه باندې شلو ورځو راهيسې د ژغورنې عملياتو روان وو.

هغه تېره شپه لیکلي: «بالاخره تېره (وړمه) شپه د يو شمېر اختطافګرو له وژلو او يو شمېر نورو له نيولو وروسته عبدالرووف ژوندی‌ وژغورل شو. د پلټنې او مجرمينو د نيولو عمليات لا هم دوام لري چې د عملياتو له پای ته رسېدو سره به د دې بوږنوونکې پېښې عاملين افشا او د اسلامي شريعت منګولو ته به وسپارل شي، ان شاءالله.»

د عبدالرووف پلار حاجي محمد نبي د امنیتي او کشفي ارګانونو له هڅو مننه کړې، ویلي یې دي چې زوی یې دوه کاله وړاندې وتښتول شو، خو انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خلاصون په بدل کې په زياته اندازه پیسې غوښتې چې هغه یې د ورکولو توان نه درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more