تالقان (پژواک، ٥ غویی ١٤٠١): د تخار سیمه ییز مسوولین د دغه ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ کیلو واټ ظرفیت لرونکي برېښنا بند د پرانیستې خبر ورکوي.
د ینګي قلعه ولسوال مفتي محمد داوود په دې اړه وویل، دغه بند د خلکو مهمه اړتیا وه چې د جوړېدو چارې یې د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ په دوو میاشتو کې بشپړې شوې.
د نوموړي په خبره، د دغه بند پر جوړېدو یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ۳۰ کیلو واټ برېښنا د تولید توان لري او ۵۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
په ورته وخت کې د سیمې ځیني اوسېدونکي هم خوښ دي او وايي، مخکې د برېښنا د نه شتون له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د دغه بند په جوړېدو سره یوه برخه ستونزې یې حل شوې دي.
د ینګي قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي شریف الله پژواک ته وویل: «کلونه کېدل چې د برېښنا نه لرلو له امله له جدي ستونزو سره مخ وو؛ بالاخره د سیمې خلکو تصمیم ونیو چې له سیمه ییز حکومت سره په همغږۍ د برېښنا بند جوړ کړي څو دا ستونزې یې حل شي.))
د تخار ولایت کوکچې ته څېرمه ولسوالیو اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنا له نشتوالي شکایت لري چې د کوکچې سیند په هېواد کې د برېښنا د تولید لپاره یو مناسب او لوی بستر ګڼل کېږي. د راپورونو له مخې که د کوکچې له سیند څخه استفاده وشي، نو د برېښنا په برخه کې د هېواد یو پر درېیمه برخه اړتیا پوره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP