ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان داسې مصنوعي لاس جوړ کړی چې د انسان له ذهني غوښتنې سره سم عمل کوي

يوه افغان داسې مصنوعي لاس جوړ کړی چې د انسان له ذهني غوښتنې سره سم عمل کوي

author avatar
25 Apr 2022 - 17:37
يوه افغان داسې مصنوعي لاس جوړ کړی چې د انسان له ذهني غوښتنې سره سم عمل کوي
author avatar
25 Apr 2022 - 17:37

میدانښار(پژواک، ۶، ثور، ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدنکي محمد صابر، داسې مصنوعي لاس جوړ کړی، چې له عصبي سیستم سره وصلیږي او د انسان له ذهني غوښتنې سره سم عمل کوي.

محمد صابر د عبدالبصیر زوی او د جغتو ولسوالۍ د “ابطله قول” کلي اوسېدونکی دی. هغه اوس د غزني پوهنتون د برق انجینرۍ څانګې ته نوی بریالي شوی دی.

محمد صابر د دغه ولايت د عامې روغتیا ریاست په بلنه نن دوشنبې د ولایت مرکز ته رابللی شوی و او د ولایت مقام هغه ته ۵۰ زره افغانۍ انعام ورکړ.

محمدصابر، پژواک خبري آژانس ته وویل، د ياد مصنوعي لاس د جوړولو فکر هغه مهال ورسره پیدا شو، چې د ژوند له سختيو سره يو لاس او ګرېوان په لاس معلول کس يې وليد او سخت زړه يې پرې وسوځېد.

دی وايي، له همدې سره يې د مصنوعي لاس د جوړولو طرحه ذهن ته ورغله او د ډېرو ساده وسايلو په کارونې سره يې په يولسو ورځو کې پلې کړه.

دی وایي:” د لاس په جوړولو کې مې د لرګي، رابرتيپ، د برېښنا لينونو او نورو ساده وسایلو څخه استفاده کړې ده، چې یو معلول کس کولای شي د عادي لاس په شان ورنه استفاده وکړي، دا مصنوعي لاس دوه ډوله حرکت کولای شي، چې یو یې د لاس د عضلو سره حرکت دی او بل کله چې ذهن وغواړې د لاس ګوتو ته حرکت ورکړې، د دغې مصنوعي آلې ګوتې د ذهني غوښتنې مطابق حرکت کوي.”

دی وايي چې يو چارجر يې هم په دغې اله کې کارولی دی.

د ده په وينا د دغه مصنوعي لاس د اړينو توکيو په برابرولو يې ډېر کم لګښت کړی.

دی وایي:«د ښوونځي له اتم ټولګي مې دا ډول اختراعات پیل کړي، چې اوس یې شمېره پنځوسو ته رسېدلې ده، له هغو یې څلوښت بشپړ او لس نور یې د اقتصادي امکاناتو د نشتون په سبب پاتې دي.«

هغه په دې اړه د بېلګې په توګه د اسکواټر، راډیو استېشن، د اکسېجن د تولید دستګاه برفي حیوان او نورو نومونه ياد کړل.

محمد صابر وایي، په ذهن کې يې ډېرې نورې ورته داسې طرحې هم چې په ډیر کم لګښت يې پلې کولای شي.

د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتیا رییس محمد زرک ځیرک د محمدصابر کړنې وستایلي او په خپله برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.

ځیرک هم تاييد کړه چې محمد صابر په ډیر مهارت او ابتدایي وسایلو سره داسې مصنوعي آله جوړ کړې چې د لاس د ګوتو ټول حرکتونه په منظم ډول د عصبي سیستم د غوښتنې سره سم ترسره کوي.

د محمد صابر پلار عبدالبصیر پژواک خبري آژانس ته وویل چې ناوړه اقتصادي وضیعت لري، خو خپل بچیان زده کړو ته هڅوي.

هغه وايي: “محمد صابر سره له دې چې ما سره به د ځمکو په کارونو کې بوخت و، دا ډول اختراعات یې کول.”

هغه وایي:«د پیسو غوښتنه نه کوم، یوازې له دولت نه غواړم چې زوی ته مې زمینه برابره شي، ترڅو د نړۍ او هېواد په کچه دا ډول نورې اختراع ګانې وکړي او د بشریت خدمت وکړي.»

د ميدان وردګو والي محمد امین عمري، د صابر لاسته راوړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکې کې به یې هر ډول لاسنيوی کوي او د لوړو زده کړو لپاره به ورته زمینه برابروي.

عمري د محمدصابر د تشویق لپاره هغه ته ۵۰ زره افغانۍ انعام هم ورکړ.

والي له صابر سره ژمنه وکړه، ويې ويل چې هغه په رسمي ډول په پلازمینه کابل کې اړوندو ادارو ته ورپېژني، تر څو له هغه سره اړينې مرستې وکړي او له وړتیاوو يې ښه ګټه پورته وشي.

Views: 225

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.