کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د «ملک سلمان» خیریه بنسټ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۸۶۰۰ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.
دا مرستې چې په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې له ۱۸۶۰۰ بېوزله کورنیو سره ترسره کېږې، د وېش لړۍ یې نن په کابل کې د افغانستان یتیمانو لپاره د توحید خیریه بنسټ (TWOAO) لخوا پېل شوه.
کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال او سرپرست ابراهیم العتیبي چې په دې مراسمو کې یې ګډون درلود وویل، په هره بسته کې شپږ قلمه توکي (غوړي، اوړه، وریجې، بوره، لوبیا او خرما) شامل دي.
هغه زیاته کړه: ((دغه مرسته افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو او بد اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.))
هغه له افغانانو سره د سعودي عربستان مرستو ته په اشارې وویل، هېواد به یې راتلونکي کې هم د افغانستان د مسلمانو خلکو ترڅنګ ولاړ وي او دی.
د افغانستان د یتیمانو د توحید خیریه بنسټ مرستیال احمدولي یوسفزي وویل، له دې مرستې به په اوو ولایتونو کې بېوزله کورنۍ ګټه واخلي.
د کابل یو تن اوسېدونکي عبدالله نوري چې مرسته یې ترلاسه کړې وه، له سعودي عربستان څخه د مننې ترڅنګ وویل، په دغه ډول حساسو شرایطو کې د مرستو وېش ډېر ګټور دی او کولای شي تر یوې اندازې د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن