کابل (پژواک، ۵غویی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، په افغانستان کې له ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د مرستو چمتووالي اعلان کړی او ویلي چې د یادې ناروغۍ ډېری مثبتې پېښې د افغانستان په ختیځ کې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) نن له ملاریا سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي چې یاد دفتر هڅه کوي څو په افغانستان کې د ملاریا د کمېدو په برخه کې خپله ونډه همکاري ترسره کړي.
سرچینه لیکي چې د ملاریا ډیری مثبتې پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هر کال په هېواد کې زرګونه کسان په یادې ناروغۍ اخته کېږي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن