کابل (پژواک ۶ غویی ۱۴۰۱): په کابل کې د روسیې سفارت وايي چې سږکال د کابل- مسکو ترمنځ لومړنی مستقيم پرواز ترسره شو.
دغه سفارت په خپله ټويټرپاڼه کې کښلي چې دغه پرواز پرون (دوشنبه، د غويي ۵مه) د اریانا هوايي شرکت له خوا ترسره شو.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې د اریانا شرکت هره اونۍ د دوشنبې په ورځ له کابل څخه مسکو او د سه شنبې په ورځ بېرته کابل ته پرواز ولري.
د ویلو ده چې په هېواد کې د نوي سرپرست حکومت له ټينګښت وروسته له کابل څخه یو شمېر هېوادونو ته بهرني پروازونه ځنډول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP