شبرغان (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې درې کاله مخکې د جوزجان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د عامه کتابتون ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، خو د جوړولو چارې يې د تهکوۍ د غولي تر حده نیمګړې پاتې دي.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي وایي، مخکني حکومت د دې ښار له خلکو سره لویه جفا وکړه او په تېرو شلو کلونو کې یې د خلکو هوساینې لپاره بنسټيز کار ونه کړ.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس ډاکټر هلال بلخي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون په درېيو پوړونو کې ډيزاین شوی و چې باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې څخه د ۴۱ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی وای.
هغه زیاته کړه، د یاد کتابتون د جوړولو کار چې په ۱۳۹۸لمریز کال کې د سیمه ییزو چارواکو له خوا پیل شوی و، باید تر ۱۸ میاشتو بشپړ شوی وای؛ خو چارې یې د کتابتون د تهکوۍ له غولي څخه مخکې لانړې.
بلخي څرګنده کړه، که څه هم دغه ودانۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې څخه جوړېدله، خو د یاد کتابتون اړوند اسنادو د څېړنې له مخې، د نامعلومو ملحوظاتو پر اساس له دې ادارې سره د کار د څرنګوالي په اړه هیڅکله سلا مشوره نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړه: «اوس چې د یادې ودانۍ لپاره کومه محوطه کیندل شوې وه، د یوې مخروبې په ډول پاتې ده او د کار د بشپړېدو هيڅ خبر نشته.»
د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، که دغه عامه کتابتون جوړشي، نو د ۵۰ زره ټوکو کتابونو ګنجایش به ولري چې د مطالعې لېوالو خلکو اړتیاوې به پوره کړي.
په همدې حال کې د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي د یوه مجهز او معیاري کتابتون له نشتوالي شکایت کوي، وایي چې د خپل اړتیا وړ معلوماتو موندلو لپاره انټرنېټ ته مراجعه کوي.
د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي فیض محمد وویل: «موږ اوس د ولایت په کچه داسې یو کتابتون نه لرو چې له هر اړخه معیاري وي او موږ ترې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لازمه ګټه واخلو.»
هغه وایي: «د پخواني حکومت مسوولینو د جوزجان له خلکو سره لویه جفا کړې او دغه ولایت یې د سیاسي دلایلو له امله له هر ډول پر اختیایي پروسې نه لرې ساتلی دی.»
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د یاد کتابتون کارونه پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP