[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د پنجشنبې ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب ورځ او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له قوله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:«پنجشنبه (د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غویی ۸ مه) د پخواني شوروی اتحاد پر وړاندی د افغانستان د خلکو د سپیڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده.»
ده لیکلي چې د هېواد د کار قانون له ۴۱ مادې سره سم دغه ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د خلق ډموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اومه کودتا وکړه او د وخت د ولسمشر محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ. وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د کمونستي نظام پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال مرغومې په شپږمه شوروي پوځیانو د خلق ګوند د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.
د افغانانو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال د سلواغې پر ٢٦ مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول. د راپورونو له مخې د شوروي د یرغل پر مهال تر یو میلیون ډېرو افغانانو ژوند له لاسه ورکړ، په میلیونونو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او افغانستان له ډېرو درنو مالي زیانونو سره مخ شو.
د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله کمونست پلوه حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاسته ولوېد. ورپسې کابل کې د مجاهدینو د ځینو ډلو تر منځ خپل منځي جګړې پیل شوې او په دغو جګړو کې د نجیب د واکمنۍ ځینو جنرالانو هم برخه لرله.
په دغو جګړو کې د کابل ډېره برخه ورانه شوه او ځیني راپورونه ښیي چې په دغو کورنیو جګړو کې زرګونه کسان ووژل شول.
[/restrict]
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن