Language

په زابل کې د ۲۰ کیلو متره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې

[restrict paid="true"]

کلات (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): د زابل د ټولګټو چارو ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یې د ۲۰ کیلو مترو په اوږدوالي سړک د جغل اچونې چارې بشپړې کړې دي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست اداري مدیر روزي محمد روشن پژواک خبري آژانس ته وویل، له مرکز کلاته تر سیوري ولسوالۍ د غځېدلي دغه سړک پر جغل اچونې ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ولایت د ټولګټو چارو ریاست، ولایت مقام او ولسوالۍ له خوا په ګډه ورکول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه سړک د جغل اچونې چارې یوه نیمه میاشت وخت ونیو چې پر دغه مهال هره ورځ د سیمې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

روشن زیاتوي، د دغه سړک په اوږدو کې د سیوري ولسوالۍ څلور کلي عمرزو، ملېزو، نېک نظر او داویګیر هم د ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شول چې له دې وروسته به یې د تګ راتګ پر مهال ستونزې حل وي.

د ټولګټو چارو ریاست اداري مدیر همدا ډول وايي چې له خپل وزارت سره یې د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره پرمختیايي پلان شریک کړی او غوښتنه یې کړې، څو د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو او کلیو هغه لارې چې تر دې مهال نه دي جوړې شوي، جغل ورباندې واچول شي او خلکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره کړي.

پر همدې مهال، د زابل د سیوري ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالغفار نظیف پژواک ته وویل چې د سړک د نشتوالي له امله د دغو کلیو اوسیدونکي له سختو ستونزو سره مخ وو  او د ولسوالۍ مرکز ته یې لاسرسی نه درلود.

نوموړی وايي، په دې ولسوالۍ کې ډېر داسې کلي شته چې لارې یې خامې دي او اوسېدونکي یې دوبي او ژمي کې له ستونزو سره مخ وي.

د ده په خبره، اوس په سیمه کې امن دی او د پرمختیايي کارونو لپاره تر بل هر وخت فرصت برابر شوی چې له مخې یې د دې ولسوالۍ د نورو کلیو سړکونه هم جوړ شي.

د سیوري ولسوالۍ د ملېزو کلي اوسېدونکي حاجي جعفر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سړک د نشتوالي له امله خلک له ستونزو سره مخ وو، د دقیقو مزل یې په ساعتونو کې کاوه، د لارې خرابوالي له امله به یې ناروغان په اسانۍ تر روغتونه نه شو رسولای او ژوند یې له لاسه ورکاوه.

خو دی خوشحاله دی چې سړک یې جوړ شوی او هر وخت په اسانۍ تر مرکز کلات پورې تګ راتګ کولای شي.

په زابل کې دا شل کیلو متره سړک په داسې حال کې جوړ او تګ راتګ ته چمتو شو چې د چارواکو په وینا دغلته ګڼې نورې رغنیزې پروژې هم دوام لري؛ ځینې یې بشپړې شوې او ځینې یې د بشپړېدو په حال کې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.