ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له تورخمه هره ورځ سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي»

«له تورخمه هره ورځ سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي»

author avatar
27 Apr 2022 - 12:01
«له تورخمه هره ورځ سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي»
author avatar
27 Apr 2022 - 12:01

جلال اباد (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، پاکستان له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ لږ تر لږه سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته د تورخم له لارې دغه هېواد ته د درملنې لپاره د تګ اجازه ورکوي.

دوی وايي، په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ناروغان او د هغوی پايوازان چې شمېر يې تر ۶۰۰۰ کسانو رسېږي، له پاسپورټ او ويزې پرته پاکستان ته تللي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې ناروغان کولای شي له ويزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي.

په دې اړه د ننګرهار د روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي پژواک ته وويل چې دې چارې ته د متخصصو ډاکټرانو يو کمېسيون جوړ شوی، ناروغ لرونکي ورته عريضه کوي، دغه ډاکټران يې روغتيايي حالت ته په کتو لېست تنظيموي او په خپل نوبت سره پاکستان ته د تګ زمينه ورته برابرېږي.

دی زياتوي، هغه ناروغان چې په هېواد کې دننه يې درملنه کېږي، هغوی ته لېست کې ځای نه ورکول کېږي چې له امله یې شفافيت رامنځته شوی او يوازې هغه ناروغان چې دلته يې درملنه ناشونې وي، له دې اسانتيا برخمن کېږي.

هغه دا هم وويل: ((دغه پروسه مکمله تنظيم شوه، مديريت شوه، واقعاُ هغه ناروغ چې افغانستان کې يې درملنه نه کېږي، پاکستان ته انتقالېږي، روغ او هغه کس چې ناروغي ونه لري، دلته کمېسيون يې ردوي.))

د رحيمي د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ناروغان او د هغوی يو- يو پايواز ته له اسنادو پرته د تګ زمينه برابره شوې چې ټول ۶۰۰۰ کسان کېږي.

دی وايي، په دغو ناروغانو کې د سرطان ناروغۍ، زړه ناروغۍ، پښتورګو او نورې هغه ناروغۍ چې په افغانستان کې يې درملنه نه کېږي، پاکستان ته د ښې درملنې لپاره لېږل کېږي.

ناروغ لرونکي هم له دې چارې خوښ دي او ټينګار يې دا دی چې شفافيت ته لا بايد ډېر کار وشي.

اتل چې خپله ناروغه مور يې د درملنې لپاره پاکستان ته بيولې وه، پژواک ته وويل: ((شل ورځې وړاندې د همدې پروسې له لارې پاکستان ته ولاړم د خپلې مور درملنه مې وکړه او دوه ورځې وړاندې بېرته راغلى يم.))

دا پروسه داسې مهال پيل شوې چې په دې وروستيو کې د پاکستان د ويزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن شوى او په تور بازار کې د پاکستان د يوې ويزې نرخ شاخوا نهه سوه امريکايي ډالره دى.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.