ایبک (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): وسله والو غلو د ډبرو سکرو پنځه کاریګر د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې په ډزو وژلي دي.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیروز الدین منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازیګر د ډبرو سکرو ۷ کاریګر په یوه پاسو ډوله موټر کې سپاره وو، غوښتل یې چې د یاد ولایت له دره صوف بالا ولسوالۍ نه د بلخ مرکز مزارشریف ته لاړ شي؛ خو د لارې په اوږدو کې تر وسلوال برید لاندې راغلي.
هغه زیاته کړه، وسله والوغلو یاد کسان د بلخ او سمنګان ترمنځ کوتل ریګي سیمه کې له موټره ښکته کړي؛ موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي ورڅخه اخیستي او بیا یې د سړک په څو قدمۍ کې له ډلې یې ۵ کسان په ډزو وژلي او ۲ نور یې خوشې کړي دي.
هغه وویل، څلور وژل شوي د سمنګان د دره صوف بالا او یو یې د دایکنډي اوسېدونکی وو چې د اختر تېرلو لپاره کورونو ته روان وو.
هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو غلو د نیولو عملیات پیل کړي دي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن