کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو غوښتي، ټول هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي یا ټولنیز اړخ ولري، له خپرولو مخکې دې له یاد وزارت سره شریک کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت، د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته د وري په ۲۰ مه په یوه استولي مکتوب کې لیکلي: «له دې وروسته ټولې رسنۍ مکلفې دي چې کوم سوداګریز اعلانونه خپروي او سیاسي، امنیتي یا ټولنیزه جنبه ولري، باید له خپراوي وړاندې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څار ریاست سره هماهنګي وکړي.»
سرچینې ولایتي ریاستونو ته لیکلي چې د یادې موضوع په اړه د خپل ولایت اړوند ټولې رسنۍ خبرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP