[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۱): سرپرست حکومت د غویي اتمې نمانځلو په مناسبت د غويي اوومه غندلې او ویلي یې دي چې د بل هيڅ هېواد پر حریم او خاوره د تجاوز نیت نه لري او له نورو هېوادونو هم د متقابل درناوي غوښتونکی دی.
خلق ډیموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه او د وخت د ولسمشر محمد داوود خان جمهوري نظام یې ړنګ کړ؛ وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د کمونستي نظام پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي شپږمه شوروي پوځیانو د خلق ګوند د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.
د افغانانو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال د سلواغې په ٢٦مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول او د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاس ته ولوېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د غویي اوومه په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو، بدمرغیو او ناخوالو پیلامه وه.
سرچینې دغه راز ویلي چې د افغانستان سرپرست حکوت د غویي اوومه کودتا او توره دوره غندي، د ثور ۸مه لمانځي او دغه ورځ د هېواد د ازادۍ ورځ بولي.
سرچينې زیاته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت ژمن دی چې د افغان ولس ارمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د ابادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه مساعده کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت هیله من دی چې په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه هم ډېر څه زده کړي او نور زموږ له هېواد او ملت سره د دښمنۍ او کینې لار ونه نیسي.»
خبرپاڼه کاږي همدارنګه چې د افغانستان سرپرست حکومت د بل هيڅ هېواد پر حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لري او له نورو هېوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې د ژوند کولو هیله من دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP