کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان او نړۍ د کرکټ وتلی ستوری راشد خان نن یو ځل بیا د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې ښه وځلید او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د راشد خان نوې لوبډلې ګجرات نن له پخوانۍ لوبډلې حیدر اباد سره لوبه وه، د حیدر اباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې راشد خان نن ښه ونه ځلید او په څلورو اورونو کې یې پرته له دې چې کوم لوبغاړی وسوځول ۴۵ منډې ورکړې.
د ګجرات لوبډلې ته د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره د وروستي اوور په شپږ توپونو ۲۰ منډې پکار وې، راشد خان په میدان کې ولاړ و او ددریېو شپږیزو وهلو سره یې یاد هدف ترلاسه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
راشد خان په ټولیزه توګه په دې لوبه کې په یوولسو توپونو د څلورو شپږیزو پر مټ ۳۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
ګجرات تر اوسه اته لوبډلې کړې او اوه یې ګټلي دي، په جدول کې ۱۴ نمرو سره لومړی مقام لري.
تر دې مخکې هم راشد خان په یوه لوبه کې د شې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته رسولې وه او لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP