[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۱): حکومت د کڼو (ناشنوا) زده کوونکو د لېږد رالېږد وسایطو د قرارداد په موخه د تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې طرحه تایید کړې ده.
د رياست الوزراء دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې پر نورو موضوعاتو سربېره د کڼو زده کوونکو د لېږد رالېږد وسایطو د قرارداد په موخه د تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې طرحه تاييد شوه.
سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې په دې غونډه کې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د ترافيکو لوی رياست د طرحې پر هر اړخيزې بیا کتنې او ارزونې مفصل بحث ترسره شو او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP