کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) : د کابل ښار شپږمه حوزه کې یوه جومات ته نږدې چاودنه شوې چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غویي په نهمه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه د شپږمې حوزې اړونده د سرای علاو الدین د خلیقه صاحب په جومات کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
خو عیني شاهدان او نورې سرچینې د مرګ ژوبلې شمیره ډیره لوړه ښیي.
ویل کیږي چې چاودنه په یاد جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته دذکر پر یوې حلقې شوې چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړي وو.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
Views: 110
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP