کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، هغو کسانو چې د عفوې له فرمان څخه سرغړونه کړې او خپل احساسات يې تر اصولو لوړ ګنلي، دوسيې يې د بشپړېدو په حال کې دي او ژر به محاکمه شي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پيغام کې ويلي، اختر نه یوازې په دیني لحاظ، بلکې په دودیز لحاظ هم د فاصلې کمولو، د اخوت او یو بل ته د غېږې خلاصولو، مهربانۍ او شفقت ورځ ده؛ نو د حکومت ټول منسوبين دې خپلو خلکو ته د مینې او ورورګلوۍ غېږې لا پراخې پرانېزي؛ ټولو سره دې په مینه او مهربانۍ چلند وکړي. له غوسې، زورزیاتي او بدې رویې نه دې جداً ډډه وشي چې د چا د بې حرمتۍ او ځورېدلو سبب ګرځي.
ده زياته کړې، د امیرالمؤمنین د عفوې فرمان چې یو ډول تعهد دی، د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو له لوري د تېرې زمانې د هېرولو «وعده او عهد» ګڼل کېږي؛ ټول یې په رعایت مکلف دي. هغوی چې دا فرمان نقض کړی، خپل احساسات یې تر اصولو لوړ ګڼلي، شمېر یې ډېر کم دی چې دوسیې یې د بشپړېدو په حال کې دي او په لنډه راتلونکې کې به د اسلامي شریعت د احکامو له مخې محاکمه کېږي.
حقاني وايي: «په دې وروستیو کې د وطن دښمنانو په ځینو ملکي اهدافو ظالمانه بریدونه وکړل چې ټول یې خواشیني کړو؛ خو د دې ناوړه اعمالو مرتکبین به خپلې موخې ته چې د دې وطن په وګړو کې درز او نفاق دی، ونه رسېږي. د خدای (ج) په توفیق او د افغان ملت په مرسته به دا شریرې ډلې هم لکه پخوانیو دښمنانو مخ توري او ناکاموو.»
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن