کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۱): د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیران هوکړې ته رسېدلي څو اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
رینا امیري پرون پر خپله ټويټرپاڼه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ويلي یې دي د ځینو اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره یې د روژهماتې په یوه مېلمستيا کې ګډون کړی و.
امیري دغه راز زیاته کړې: “د طالبانو سياستونه چې ښځې او نجونې يې له کار او زده کړو منع کوي، په بل هيڅ اسلامي هېواد کې نه لیدل کېږي.”
دې ويلي، په دې ليدنه کې د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو په اړه د افغانستان پر اوسني حکومت د فشار راوړلو لپاره له ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه قومي او مذهبي لږکيو د ملاتړ پر ارزښت هم هوکړه شوې ده.
نوموړې ویلي: «د “نوردیک شورا” (سويډن، ناروې، فنلنډ، ایسلنډ او ډنمارک) له استازو سره يې هم په افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو او ښځو پر تګ د بنديز او دغه راز پر هزاره توکمو د بريدونو په اړه خبرې کړې دي.»
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن