کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران ورېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبر ورکوي.
د هېواد د هواپېژندنې ریاست نن (د غويي ۱۲مه) په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې احتمال لري د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې باران وشي او سېلابونه راووځي.
سرچینې ویلي چې بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندوز، بدخشان، بامیان، داکنډي، میدان وردګ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست د یادو ولایتونو له ډلې دي.
سرچینه کاږي چې دغه ورښت او سېلابونه د روان کال د غويي له ۱۲مې تر ۱۴مې نېټې اټکل شوی دی.
د هوايي پېژندنې ریاست ویلي چې د په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۲۰ تر ۶۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
Views: 114
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن