ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي

زابل کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي

author avatar
3 May 2022 - 09:58
زابل کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي
author avatar
3 May 2022 - 09:58

[restrict paid=”true”]

کلات (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۱): د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.

دا څرګندونې د عدليې رییس مولوي عبدالوارث له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل، له غصبه د ځمکو د خلاصون لړۍ د مرکز کلات په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پیل شوې چې د ښاروالۍ، کرنې او اراضۍ ریاستونو په مرسته توانېدلی تر دې مهاله زرګونه جریبه ځمکه له غصبه خلاصه او اړوندو دولتي ارګانونو ته یې وسپاري.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې یې په یوه تازه ګام کې د مرکز کلات سوېل لوري ته د کډوالو د ښارګوټي اړوند ۲ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.

دی وايي، د دې تر څنګ یې ټولو ولسوالیو ته سفرونه کړي او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو او خلکو سره لیدلي، څو د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وشي.

د ده د معلوماتو له مخې، لا هم زرګونه جریبه ځمکه د غاصبینو په واک کې ده چې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه وویل، په ښاري سیمو کې تر ډېره د پخواني حکومت زورواکو او په لرو سیمو کې بیا عامو خلکو دولتي ځمکې غصب کړې دي.

دی وايي، تر دې مهاله ټولټال ۳۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي.

د نوموړي په وینا د نیول شویو کسانو دوسیې محکمې ته سپارل شوي او قانون به ورباندې پلی شي.

بلخوا، د زابل مرستیال والي سلېمان اغا بهیر وايي، ولایتي اداره ژمنه ده چې ټولې دولتي ځمکې به له غصبه خلاصوي او بېرته به یې دولتي ارګانونو ته سپاري.

هغه پژواک ته وویل، دوی ته د مرکزي حکومت له خوا لارښوونه شوې چې عامه شتمنۍ خوندي کړي او له غاصبینو سره قانوني چلند وشي.

ده هم په دې لړ کې په کلات ښار کې د کډوالو او مجید زابلي د ښارګوټو یادونه وکړه چې ۲ زره جریبه ځمکه یې تازه له غصبه خلاصه شوې او دا لړۍ دوام لري.

دی وايي، اوسمهال په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د غصب شوو ځمکو د تثبیت چارې روانې دي چې ژر به له غاصبینو راوګرځول شي.

د زابل اوسېدونکي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي په دې توګه به په قانوني بڼه د ځمکو وېش ته زمینه برابره شي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې ګڼو زور واکو زرګونه جریبه استوګنیزې او کرنیزې ځمکې غصب کړې او کلونه یې ورڅخه اخیستې ده.

هغه وايي، هر زورواکي په استوګنیزو ښارګوټو کې لس او شل نومرې ځمکه غصب کړې او دنګې ودانۍ یې ورباندې جوړې کړې دي؛ په داسې حال کې چې مستحق وګړي په کرايي کورونو کې ژوند کوي.

دی غوښتنه کوي چې له غصبه خلاصې شوې ځمکې دې پر غریبو او بې سرپناه وګړو ووېشل شي.

د کلات ښار بل اوسېدونکی دین محمد وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې یې د سرپناه جوړولو په موخه د ځمکې لپاره بېلابېلو ادارو ته عریضه کړې؛ خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

دی هم غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې بې وزلو وګړو ته د سرپناه جوړولو لپاره ځمکې ووېشي.

[/restrict]

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.