Language

په فاریاب کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

مېمنه ( پژواک، ۱۳ غويي ۱۴۰۱): د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز مېمنه کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ترافیکو امریت د حادثاتو مدیر محمد زمان پژواک اژانس ته وویل چې پرون له غرمې وروسته په یوه ترافیکي پېښه کې چې د یوه فولډر موټر په وسیله د مېمنې ښار په ده سیدان سیمه کې رامنځ ته شوه، یو کس مړ شوی.

نوموړي زیاته کړه، په یوه بله ترافیکي پېښه کې چې د یوه کرولا او فولډر موټر د ټکر له امله د مېمنې ښار په ۶ کیلومترۍ کته کم سیمه کې رامنځ ته شوه، د دوو سړیو، یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل، د فاریاب په ځینو نورو ولسوالیو کې هم یو شمېر ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي؛ خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

د مېمنې روغتون د بېړنۍ څانګې موظف ډاکټر حسیب الله ثمر تاییدوي چې له یادو دوو ترافیکي پېښو څخه یو مړی او ۷ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

ثمر زیاته کړه چې د اختر په لومړیو دوو ورځو کې له ۲۰ زیات موټر سایکل چلوونکي ځوانان چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان وو، دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.