Language

میدان وردګو کې د تندر لوېدو له امله یوه مېرمن مړه شوې

میدان ښار (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۱): مسوولین وايي چې د میدان وردګو په مرکز میدان‌ښار کې پر يوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې يوه ښځه مړه شوې.

د دغه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیض الله جلالي پژواک ته وویل چې دغه پېښه پرون شاوخوا دوه بجې په فولادخانې سيمه کې شوې ده.

ده وویل، د ياد ولایت په ځینو سیمو کې له پرون راهیسې د تالندې او باران له امله مخابراتي شبکې هم سم کار نه کوي.

د يادې سيمې اوسېدونکي حمیدالله حسن پژواک ته وویل چې په ياده سيمه کې دوه ماشومان ټپيان شوي هم دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.