اسعداباد(پژواک،۱۴غویی ۱۴۰۱): د کونړ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کورنيو سيلانیانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر حشمت الله ژمن وايي، د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه سیلانيانو له کونړ څخه لیدنه کړې.
ده زیاته کړه چې د نوي حکومت له راتلو مخکې خلک د کونړ ډېری سيمو ته نه شو ورتلای.
ژمن وویل، دغه ولایت ته ډېری سيلانيان له ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، خوست او ځینو نورو ولایتونو څخه ورغلي.
د نوموړي په خبره کونړ په طبيعي ډول له ډېرو ښکلاوو برخمن دی او سیلانیان کولای شي چې له امنیتي وېرې پرته هرې سيمې ته یې سفر وکړي.
هغه زياته کړه چې د ګرځندوی برخې ودې لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
بلخوا، ځیني هغه کسان چې له نورو ولایتونو څخه کونړ ته د سيل او سیاحت لپاره تللي، خوښ دي چې له کلونو وروسته يې د هېواد هرې سيمې ته د ازاد سفر فرصت پيدا کړی.
محمد اغا د کندهار اوسېدونکی دی او د ډیورنډ فرضي کرښې ته پرتې د کونړ دانګام ولسوالۍ بینشۍ سیمي ته په چکر تللی.
ده پژواک ته وویل: "خوښ يم چې له ډېرو کلونو وروسته په هېواد کې مو امن حاکم شوی او هرې سيمې ته چې زړه مو وغواړي سفر کولای شوو."
ده زیاته کړه چې له خپلو ۱۲ ملګرو سره يې د اختر په دويمه ورځ کونړ ته سفر کړی.
د خوست ولایت اوسیدونکی سردار شفق د کونړ چپې درې ولسوالۍ ته د چکر لپاره تللی.
دی وایي: "کونړ ډېر ښکلی دی؛ خو د سیلانیانو لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې نشته، د موټرو لارې خرابې دي، هوټلونه نشته چې مسافر هلته پاتې شي."
ده له حکومته وغوښتل چې د کورنيو او بهرنيو سېلانيانو جذبولو ته دې پاملرنه وکړي او ورته دې ښې اسانتياوې برابرې کړي.
دی وايي، سيلانيان د هېواد په اقتصادي وده کې ډېر مهم رول لوبولای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP