Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د برېښنا رياست د عملياتي څانګې مرستيال د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې ژوند بايلود

[restrict paid="true"]

پلخمري (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۱): د بغلان حکومتي مسوولین وایي، ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د برېښنا ریاست د عملیاتي څانګې مرستیال د ناپېژانده کسانو په ډزو کې ژوند بايللی او په تړاو يې درې کسان نيول شوي دي،

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي مصطفی هاشمي نن (د غویی ۱۶مه) پژواک اژانس ته وویل، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دغه ولایت د برېښنا شرکت د عملیاتي څانګې پر مرستیال عبدالرحمن بهیر ډزې کړې او هغه په دغو ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده زياته کړه، پېښه شخصي دښمني بلل شوې او امنیتي ځواکونو يې په تړاو درې کسان نیولي هم دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد هم وايي چې دغه پېښه تاييدوي، وايي چې امنیتي مسوولینو يې په تړاو درې شکمن کسان له ځینو اسنادو سره نیولي او د نورو لاس لرونکو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.