[restrict paid=”true”]
پلخمري (پژواک ۱۶ غویی ۱۴۰۱): د بغلان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولايت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر په تاله برفک ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو له خوا په ډزو کې ژوند بايللی.
د امنيه قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد، پژواک خبري اژانس ته وویل چې قاري نورالدين ته تېره شپه ناوخته په تاله برفک ولسوالۍ کې چا ټيلیفون کړی و چې له کوره بېرون ور ووځي، کله چې دی له کوره وتلی، لږ وروسته يې د مرګ اوازه خپرېږي.
هغه وايي: «د نورالدين پلار موږ ته راپور راکړی چې زوی ته يې ټيلیفون راغی، کله چې بېرون ور ووت، لس دقیقې وروسته ورته خبر راغی چې زوی یې شهيد شوی دی.»
د نوموړي په وینا، پولیسو د دغې پېښې د عاملينو د نيولو پلټنې پیل کړې دي.
[/restrict]
Views: 2316
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن