Language

شهباز شریف د افغانستان سېلاب ځپلو سره له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک ۱۶ غویی ۱۴۰۱): له هغه وروسته چې په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه واړول، د پاکستان صدراعظم له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

لومړي وزير شهباز شريف دغه غوښتنه په خپل يوه ټويټ کې کړې ده.

ده څرګنده کړې چې پاکستان به هم له خپلو افغانو خوېندو او وروڼو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې د سېلابونو له امله د خلکو مړينې او ورته رسېدلو زيانونو ډېر خواشینی کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر نړیوالې ټولنې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې غږ کړی دی.

ده په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو په اړه د تسلیت ترڅنګ له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هېوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو؛ څو په دې خاصو شرایطو کې د سېلاب ځپلو هېوادوالو د سرپنا، خوراک، صحت او زراعت په برخو کي لاسنیوی وشي.»

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کي د دولت وزارت پرون (پنجشنبه) په ډاګه کړه چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه، ۴۰ ژوبل او ۲۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول یا یو څه ویجاړ شوي دي.

د ياد شوي وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د پورتني مطلب د څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې د دغو سېلابونو له امله ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول او ۲۰۰۰ نور یو څه ویجاړ شوي دي.

هغه زياته کړې چې په دغو سېلابونو کې ۳۰۰ څاروي تلف شوي او ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

سرچینې له جزیاتو ورکولو پرته لیکلي چې دغه وزارت د یادو سېلابونو له زیانمنو سره د یوې اندازې نغدي پیسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو، تيارو خوړو، د څښلو اوبو او ځینو نورو لومړنیو توکو مرسته کړې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.