[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ډاکټر عبدالله او شهرزاد اکبر سره پر ملي سیاسي مذاکراتو خبرې کړې دي.
ویسټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا له پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي.
هغه پر دې خوښي څرګنده کړې چې ډاکټر عبدالله د کوچني اختر په ورځو کې له افغانستانه بهر ولاړ او رخصتۍ یې له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې.
د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له ډاکټر عبدالله سره یې د سیاسي ملي مذاکراتو بحث وکړ او د نړیوالې ټولنې پر ښکېلتیا او مرستو یې هم خپل نظرونه شریک کړل.
ویسټ وایي: ((د ډاکټر عبدالله مشورو ته ډېر ارزښت ورکوم.))
بلخوا، نوموړي په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان د بشر حقونو پخوانۍ مشرې مېرمن شهرزاد اکبر سره یې هم خبرې کړې او پر هزاره وګړو وروستي ترهګریز بریدونه یې وغندل .
هغه زیاته کړې چې له نوموړې سره یې هم د ملي سیاسي مذاکراتو پر پیلېدا ټینګار وکړ .
ټام ویسټ د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د خلکو له خوا د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانيستلو د غوښتنو هرکلی هم کړی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP