[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱): د ملتپاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر ډیورنډ کرښې اغزن تار لګول ګټه نه کوي، که څوک د افغانستان ټوټه کول غواړي نو ګاونډي هېوادونه به هم روغ پاتې نه شي.
نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ د بلوچستان په پښین سیمه کې د اختر په مناسبت د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته کړې دي.
اڅکزی وایي، که افغانستان او پاکستان سره ورونه شي، ډیورنډ کرښه به هسې یوه لیکه پاتې شي او د دواړو هېوادونو خلک به یوې بلې خوا ته بې پاسپورټه تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه : “موږ د پاکستان ادارو او پوځ ته لیکلي ورکوو چې که پر دغه لار [ډیورنډ کرښه] که چا بارود، افیون، چرس، هیروین، ټوپک او یا هم بمونه راوړل، نو وې ونیسئ؛ خو که څوک یوه بوشکه غوړي وړي او له هغې خوا ټایر راوړي هغوی ته د تجارت لار ورکړئ“.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار لګولو کار پیل کړی او وایي چې تر ۹۰ سلنه زیات یې بشپړ کړی دی.
د افغانستان پخواني او اوسني حکومت د اغزن تار لګول د دواړو غاړو د ولسونو د جلا کولو سبب ګڼلی؛ خو د پاکستان پوځ وایي، دا کار یې یوې او بلې غاړې ته د وسلوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره کړی دی.
محمود خان اڅکزي یادې غونډې ته ویلي، پاکستان له اقتصادي پلوه بېخي لوېدلی او “د چلېدو نه دی“؛ خو وایي، بیا هم که حکومت ضمانت ورکړي د پاکستان خلاف ګامونه به نه اخلي.
د هغه په وینا، پاکستان ټوټې ټوټې کول نه غواړي؛ خو د غلام په حیث هم پکې ژوند نه کوي او برابري غواړي.
نوموړي وویل، دوی پر امنه پارلماني سیاست کوي خو که حکومت د امن ضمانت ور نه کړي نو وسلو ته به لاس کړي.
ده زیاته کړده : “د قرآن شریف پر پاڼو به لیکلي ورکړو چې موږ د پاکستان خلاف ټوپک نه اخلو که چېرې- خدای مه کړه- حکومت پر موږ برید وکړي بیا که له اسمانه وي که له ځمکې وي هم ټوپک راوړو، هم ګولۍ راوړ او هم بمونه راوړو“.
د ملي عوامي ګوند مشر اڅکزي وویل، که پاکستان، ایران، ازبکستان او یا د سیمې نورو هېوادونو کې څوک دا فکر کوي چې په افغانستان کې به بیا د القاعده او داعش په نوم جګړه پیل کړي، لر و بر پښتانه به پکې په وینو ولمبوي، نو دوی (ګاونډي هېوادونه) به هم ارام پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه، که څوک په شمال او جنوب د افغانستان د وېشلو خیال لري نو پر دې، دې پوه شي چې که افغانستان تقسیم شو نو پاکستان او ایران به هم “خامخا تقسیمېږي.”
اڅکزي یادې غونډې ته وویل: ”پاکستان، ایران او هند د افغانستان په څېر کثیرالقومي هېوادونه دي او که دغه ” زلزله یو ځل پیل شوه” او د چا دا خیال شو چې د داعش په نامه به موږ افغانستان کې مړي کوو — بیا به دا پاکستان هم اتلس ټوټې کېږي”.
[/restrict]
Views: 215
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن